AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۰ ۲۰:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85715542
T T
۰ Persons

Tags

اروپايي ټولنې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ډاډ ورکړ

کابل- ایرنا- په کابل کې د اروپايي ټولنې نوي شارژدافیر د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د دې ټولنې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نن پنجشنبه د مرغومی په ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د اروپايي اتحادیې له نوې شارژدافیرې میرمن بوسکوویچ پوهار ویرانیکا او ورسره پلاوي سره وکتل.

 په دې ناسته کې دواړو خواوو د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د يادو آثارو د ارزښت او عامه پوهاوي په اړه خبرې او د نظرياتو تبادله وکړه.

خیرخواه د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د اروپايي اتحادیې له همکارۍ مننه وکړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه وویل د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې دا د نړۍ د ټولو خلکو ګډ مسؤلیت دی، چې له افغانستان سره په دې برخه کې بشپړه مرسته وکړي.

د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا د افغانستان د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې خورا بډایه کلتوري میراثونه لري چې د بامیان بودا، په غور کې د جام منار او د دغه هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې په لسګونو نور کلتوري میراثونه یادولای شو.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .